ذاکر جلالي: د بنديانو خوشې کېدل د افغانستان او امریکا اړیکې پیاوړې کوي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي، چې د افغانستان او امریکا په دوه اړخیزو اړیکو کې په لوړه کچه ناستې او د بنديانو د خوشې کېدو له لارې زمینه برابریږي، څو د متقابل درناوي او مشترکو ګټو پر بنسټ په نورو برخو کې هم د اړیکو پراختیا ته لار پرانېستل شي.

ښاغلي جلالي ټینګار کړی، چې دواړه لوري دې پوهاوي ته رسېدلي او په دې هوډ دي چې د بنديانو موضوع په مناسب ډول حل کړي او په نورو برخو کې خبرې دوام ومومي.

نوموړي ویلي، د دواړو لوریو د واقعیتونو او حساسیتونو درک کولی شي د راتلونکو پړاوونو په همغږۍ او تعامل کې مرسته وکړي.

دا په داسې مهال ده، چې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي تېره شپه د بنديانو په چارو کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي «اډم بولر» په مشرۍ له پلاوي سره کتلي او د «امير اميري» په نوم يو امريکايي تبعه يې ازاد او ياد پلاوي ته سپارلی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6074a
دکمه بازگشت به بالا