ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د پوځ څرګندونې له واقعیت لرې دي

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان پوځ ویاند وروستۍ څرګندونې لسموونکې او له واقعیت لرې بللې او په کلکو ټکو یې غندلې دي.
وروسته له هغې چې د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چودري په اسلام‌اباد کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې افغانستان ګواکې د سیمې د ناامنۍ مرکز ګرځېدلی، د اسلامي امارت ویاند دا څرګندونې بې‌اساسه او له سیاسي مسوولیت سره په ټکر کې وبللې.
ذبیح‌الله مجاهد پر خپله رسمي ټولنیزه پاڼه لیکلي، د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه د پاکستان پوځ ویاند خبرې نه یوازې له حقیقت سره تړاو نه لري، بلکې د یوه مسوول پوځي چارواکي له دریځ او معیارونو سره هم سمون نه خوري. نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت یو منظم، واکمن او مسوول حکومت دی چې د ټول هېواد امنیت یې په بشپړه توګه ټینګ کړی.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، د افغانستان خاوره به هېڅکله د کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي او د سیمې د امنیت ساتنه د اسلامي امارت له اساسي تګلارو څخه ده. هغه ویلي، پر ځای د تورونو پورې کولو، باید سیمه‌ییز هېوادونه د متقابل درناوي او تفاهم له لارې ستونزې حل کړي.
په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د ځینو ناسم درکونو له امله ترینګلې شوې، خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو سره د ښو، رغنده او متوازنو اړیکو غوښتونکی دی.
اسلامي امارت یو ځل بیا څرګنده کړې چې د هر ډول ناامنۍ، افراطیت او ګډوډۍ پر ضد جدي مبارزه کوي او اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د سیمې د بې‌ثباتۍ لامل وګرځي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3483e
دکمه بازگشت به بالا