ذبیح‌الله مجاهد د ښارونو آبادي د اسلامي امارت له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه ده

ذبیح‌الله مجاهد، د اسلامي امارت ویاند، د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ښارونو ابادي او پراختیا د اسلامي امارت د نظام له بنسټیزو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي. نوموړي دا څرګندونې کابل ښار پورې د یوه مهم سړک د جوړولو روانو چارو ته په اشارې کړې دي.

د هغه په وینا، د ښاري زېربناوو پیاوړتیا د خلکو ورځني ژوند اسانتیاوې زیاتوي او اقتصادي فعالیتونو ته نوې زمینه برابروي. مجاهد ټینګار کړی چې اسلامي امارت هڅه کوي د هېواد په لویو ښارونو کې د سړکونو، عامه تاسیساتو او ښاري خدمتونو د پراختیا له لارې منظم ښاري چاپېریال رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې چې روانې پروژې د مسلکي تخنیکي معیارونو پر بنسټ مخته وړل کېږي او د خلکو اړتیاوې پکې په پام کې نیول شوي دي. د اسلامي امارت په وینا، د ښارونو ابادي یوازې ساختماني کار نه دی، بلکې د ټولنیز ثبات، اقتصادي ودې او عامه هوساینې مهمه برخه ګڼل کېږي.

اسلامي امارت ډاډ ورکړی چې د ښاري پراختیا پروژې به په تدریجي ډول نورو سیمو ته هم وغځول شي، څو د هېواد اوسېدونکي له معیاري سړکونو او ښاري اسانتیاوو څخه برخمن شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h166h
دکمه بازگشت به بالا