راشد خان د هنډرېډ سیالیو ځلاند ستوری؛ د ټپونو وروسته په دروند کمبک سره د بریا پر لور

د افغانستان کرېکټ ستوری راشد خان د سږ کال هنډرېډ يا د سلو توپونو سياليو په پنځمه لوبه کې غوره لوبغاړی شو.
دا په دې سياليو کې يو پر بل پسې دويم ځل دی چې راشد خان دغه جايزه ګټي. نوموړی تر دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې هم غوره لوبغاړی شوی و.
راشد خان په دغه سيالۍ کې چې د اوول انوېنسېبلز او منچېسټر اورېجنلز تر منځ د لندن په اوول لوبغالي کې وشوه د ۱۹ منډو په ورکولو سره دری لوبغاړی وسوځول.
په دې سياليو کې د راشد خان لوبډله اوول انوېنسېبلز د دوو لوبو په ګټلو سره د جدول په سر کې ده.
د کرېکټ د سلو توپونو سيالۍ د اګست پر پنځمه پيل چې د همدې مياشتې تر ۳۱ نېټې به دوام وکړي.
په دې وروستيو کې راشد خان د پخوا په څېر نه ځلېده د سږ کال هند غوره ليګ کې هم د تېرو کلونو په څېر ونتوانېد چې خلکو پام ځان ته ورټول کړي چې ښايي علت يې له ټپې کېدو پس بېرته ژر فارم ته نه راتلل وو.
نوموړي د هنډرېډز له لومړنۍ سيالۍ وروسته ويلي وو، “زه له تېرو دوو مياشتو راهيسې له لوبو لرې وم خو ډېر ښه احساس لرم چې بېرته راستون شوم او هغه هم له بريا سره.”
د افغان لوبډلې لپاره د راشد خان بېرته فارم ته راتلل ډېر مهم دي، ځکه د روانې اګست مياشتې پر ۳۱ له پاکستان او متحده عرب امارتو سره دری اړخيزه لوبلړۍ پيلېدونکې ده او له دې وروسته د سپټمبر پر ۹ نېټه د اسيا جام شل اوريزې لوبې هم پيلېږي.