راشد خان له چټکې ځلیدا سره د سلو توپونو لیګ ته راستانه شو

د سږ کال د هنډرېډ يا سلو توپونو د کرېکټ سيالیو د پيل په لوبه کې راشد خان غوره لوبغاړی شو.

نوموړي په شلو توپونو د دريو لوبغاړو په سوځولو يوازې ۱۱ منډې ورکړې.

دغه سيالي چې د اوول انوېنسېبلز او لندن سپېرېټ تر منځ د لندن په لارډز لوبغالي کې وشوه د راشد خان لوبډلې اوول انوېنسېبلز په شپږو وېکټو وګټله.

د کرېکټ د سلو توپونو سيالۍ د اګست پر پنځمه پيل چې د همدې مياشتې تر ۳۱ نېټې به دوام وکړي.

په دې وروستيو کې راشد خان د پخوا په څېر نه ځلېده د سږ کال هند غوره ليګ کې هم د تېرو کلونو په څېر ونتوانېد چې خلکو پام ځان ته ورټول کړي چې ښايي علت يې له ټپې کېدو پس بېرته ژر فارم ته نه راتلل وو.

نوموړي له لوبې وروسته وويل، “له ای پي اېل وروسته دمه راته ګټوره وه. نه يوازې په فزيکي بلکې په رواني توګه هم، چې ځان راتلونکو سياليو ته چمتو کړم… زه نن ډېر خوشاله يم.”

ښاغلي خان زیاته کړه، “زه له تېرو دوو مياشتو راهيسې له لوبو لرې وم خو ډېر ښه احساس لرم چې بېرته راستون شوم او هغه هم له بريا سره.”

د افغان لوبډلې لپاره د راشد خان بېرته فارم ته راتلل ډېر مهم دي، ځکه د روانې اګست مياشتې پر ۳۱ له پاکستان او متحده عرب امارتو سره دری اړخيزه لوبلړۍ پيلېدونکې ده او له دې وروسته د سپټمبر پر ۹ نېټه د اسيا جام شل اوريزې لوبې هم پيلېږي.

په هنډرېډ اتلولۍ کې ټولې اته لوبډلې لوبېږي.

هره سيالۍ کې هرې لوبډلې ته سل توپونه غورځول کیږي.

د دې اتلولۍ مقررات له اوسني کرېکټ سره څه نور توپیرونه هم لري.

اور یې لس باله دی خو توپ اچوونکي د یوه اور ۵ یا ۱۰ ټول توپونه غورځولی شي.

یو توپ اچونکی په یوه سیالۍ کې د ۲۰ توپونو د غورځولو اجازه لري.
لومړۍ پاورپلې یې ۲۵ توپه ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a344s
دکمه بازگشت به بالا