رحیمي: د پاکستان بریدونه باید د ملګرو ملتونو په وړاندې ثبت او نړیوالو ته وښودل شي

د جمهوري نظام پر مهال د ننګرهار امنیه قومندان ډګر جنرال عبدالرحمن رحیمي، د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په اړه ویلي، چې د ماشومانو او ښځو جسدونه باید خوندي وساتل شي او د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) ته باید ور وښودل شي، څو دا جنایت په رسمي ډول ثبت شي.
رحیمي ټینګار کړی چې دا شواهد باید بیا په نړیوالو غونډو کې پاکستاني اجیر پوځ او حکومت ته وښودل شي، ترڅو وپوښتل شي «ایا دا ترهګر وو؟» نوموړی د هغو کسانو هم غندنه کړې چې د اسلامي امارت سره د مخالفت له کبله د پاکستان بریدونه توجیه کوي.
هغه همداراز ویلي، د هېواد د عزت، حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره د ځوانانو عصري تعلیم یوازې هوس نه، بلکې یو جدي ضرورت دی، چې نارینه او ښځینه نسل پکې وروزل شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/s245h
دکمه بازگشت به بالا