رفح دروازه د ټپيانو د تګ لپاره پرانیستل شوه

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې اسرائیلي رژیم له تېرو دوو کلونو وروسته نن د غزې او مصر ترمنځ «رفح» دروازه د تګ راتګ لپاره پرانیستې ده.
بلخوا اسرائیلي رسنیو لیکلي چې دا دروازه د مصري او اروپایي ټولنې د استازو په شتون کې پرانیستل شوې ده.
د راپورونو له مخې چې له تېرو دوو کلونو وروسته نن په «رفح» دروازه شاوخوا ۱۵۰ کسانو تګ راتګ کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې دا لار دمګړۍ یوازې بهر ته د درملنې په موخه د فلسطیني ټپیانو لېږد لپاره پرانېستل شوې، خو ښايي وروسته غزې ته بشري مرستې هم له دې پولې ولېږدول شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w462w
دکمه بازگشت به بالا