روزنیز تمرین کې پوځي چورلکه ولوېده، دوه تنه مړه شول

سوېلي کوریا کې پوځ پورې اړوند AH-1S کوبرا چورلکه د دوشنبې ورځ شمالي ګاپیونګ ولسوالۍ کې د تمرین پرمهال نسکوره شوه چې له امله یې دوه تنه وژل شوي دي.
پوځي چارواکو ویلي، پېښه د روزنیز ماموریت پر مهال رامنځته شوې، خو د نسکورېدو اصلي لامل تر اوسه روښانه نهدی او تخنیکي پلټنې روانې دي.
د یاد هېواد پوځ تر پېښې وروسته د همدې ډول ټولو AH-1S چورلکو الوتنې وځنډولې څو د احتمالي تخنیکي ستونزو مخه ونیول شي.
همداراز د پېښې د دقیق علت معلومولو لپاره بېړنۍ څېړنیزه ډله ګومارل شوې چې تمه ده پایلې به یې له بشپړې ارزونې وروسته اعلان شي.
پوځي سرچینو ټینګار کړی چې د خوندیتوب تدابیر به لا سخت شي، څو راتلونکو تمرینونو کې ورته پېښې تکرار نه شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q147q

