روزګان له ۳ زرو بزګرانو سره د غنمو تخمونو او سرې مرسته پيل شوه

د روزګان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې د همکارو مؤسسو په همکارۍ د څه باندې ۳ زره اړمنو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرې د ویش لړۍ پیل شوه.

مسوولین وایي، دا مرسته د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي، د کرنیزو چارو د ودې او د روزګان ولایت د کرنې سکتور د پیاوړتیا په موخه شوې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6968a
دکمه بازگشت به بالا