روزګان پولیسو له غلا شویو ۳۵۰ زره افغانیو ارزښت سره زر بېرته ترلاسه کړل

د روزګان امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرکز ترینکوټ کې د ۳۵۰ زره افغانیو په ارزښت له کوره غلا شوي سره زر بېرته تر لاسه کړي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دا سره زر له یوه کوره غلا شوي و او د خرڅلاو په موخه زرګر ته وړل کېده، چې د امنیتي ځواکونو د پلټنو په پایله کې ترلاسه شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې عامل له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/W2010E

