روسيه وايي: په افغانستان کې د هېچا پوځي حضور نه مني

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، په افغانستان کې د بهرني پوځ حضور د روسیې لپاره د منلو نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی، خو له دې مخکې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا بیا ویلي، غواړي د بګرام پوځي اډه بېرته خپله کړي.

د افغانستان په اړه مسکو فارمټ غونډه کې ښاغلي لاوروف د اسلامي دولت په نامه وسلوالې ډلې په ګډون د وسله والو ډلو ځپلو او د نشه‌يي توکو د کر او قاچاق مخنیوي کې د هغه څه ستاینه وکړه چې د ده په ټکو د اسلامي امارت لاسته راوړنې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6382a
دکمه بازگشت به بالا