روسي سفیر چمتو یو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره رول ولوبوو

روسي سفیر البرټ خوریف په پاکستان کې ویلي، روسیه چمتو ده چې د پاکستان او هند او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو د منځګړیتوب رول ترسره کړي.
ښاغلي خوریف دا څرګندونې په اسلام اباد کې د سټراټيژیکو څېړنو په انسټیټوټ کې د خبرو پر مهال وکړې. هغه زیاته کړه، چې روسیه غواړي د سیمهییز ثبات د ټینګښت او د شخړو د هواري لپاره خپلې هڅې وکړي او د ټولو اړوندو لوریو ترمنځ د باور فضا رامنځته کړي.
تر دې وړاندې ایران هم د افغانستان او پاکستان د وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو د منځګړیتوب وړاندیز کړی او د ګاونډي هېواد په توګه یې خپلې همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړی دی.
روسي سفیر ټینګار وکړ چې د خبرو له لارې ستونزې حل کېدای شي او نړیواله ټولنه باید د سیمهییز ثبات په رامنځته کولو کې مثبت رول ولوبوي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/q3024w

