روسیه افغان ته د چاقو برید له امله درې کاله بند ورکړل شو.

د روسیې یوې محکمې هغه افغان په درې کاله بند محکوم کړی چې هلته یې یو روسی وګړی په چاقو ټپي کړی و.
د روسي رسنیو د راپور له مخې چې دا پرېکړه د روسیې د «اومسک» ښار مرکزي محکمې کړې، او دغه ۲۳ کلن افغان څو میاشتې مخکې پر یو روسي وګړي د چاقو برید کړی و.
په راپورونو کې ویل شوي چې دا پېښه د جولای په ۲۴مه د «لینین» په سړک شوې وه، او دغه افغان ټپيشوي کس ته ۷۰۰ زره روبله تاوان هم ورکړی و.
په وروستیو کې په یو شمېر هېوادونو کې د افغان پناهغوښتونکو له لوري ورته پېښې زیاتې شوې چې له امله یې سلګونه افغانان را ایستل شوي هم دي.
جرمني یو له هغو هېوادونو دی چې د افغان پناهغوښتونکو له لوري پکې ورته پېښې زیاتې شوې دي.
څه موده مخکې په امریکا کې یې یو افغان تورن شو چې ګواکې هلته یې د امریکا پر ملي ګارډ برید کړی و او اوس احتمال شته چې د اعدام په سزا به محکوم شي.
بلخوا هغه افغان پناهغوښتونکي خپل دا جرم رد کړی دی.

