روسیه او اسلامي امارت د پوځي همکاریو خبرې کړې

د روسیې ټاس خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسیې د دفاع وزارت مرستیال وزیر واسیلي اوسماکوف د افغانستان اسلامي امارت د دفاع وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال مولوي محمد قاسم فرید سره کتلي دي.
ټاس د روسیې دفاع وزارت له قوله ویلي، چې دې کتنه کې د پوځي همکاریو پراختیا په لارو چارو او د دې همکاریو په اوسني وضعیت خبرې شوې دي.
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت هم تازه ویلي، د ملي دفاع وزارت یو لوړ رتبه پلاوي روسیې هېواد ته رسمي سفر کړی او په مهمو امنیتي موضوعات یې روسي چارواکو سره خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، د اسلامي امارت چارواکو وړاندې ویلي و، چې هڅه کوي، د هېواد او نظام دفاع لپاره پرمختللې وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w274w

