روسیه او چین د ۲۰۲۵ کال تر نامه لاندې د جاپان سمندر کې ګډ سمندري تمرینات وکړل

روسیې او چین په ګډه د امریکا د یرغلګر سیاست پر وړاندې نوې دفاعي اجماع رامنځته کړې

روسیې او چین د خپلو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره نوی دفاعي مشارکت اعلان کړی، چې موخه یې د نړیوالو امنیتي ګواښونو پر وړاندې ګډ مقاومت او د متحده ایالاتو د یک‌جانبه سیاستونو مخنیوی دی. د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دواړو هېوادونو سمندري ځواکونه به د روانې میاشتې په جریان کې ګډ تمرینونه ترسره کړي، چې پکې به د هوايي دفاع، زغرده برید، د سمندري سوداګرۍ خونديتوب، او د ترهګرۍ پر ضد سناریوګانې تمرین شي.

دا ګام له هغې وروسته اخیستل کېږي، چې د ناټو د پراخېدونکو هڅو او د امریکا په مشرۍ پوځي فشارونو د آسیا-پسفیک سیمه لا نازکه کړې ده. مسکو او بېجینګ وايي، چې دا شریکه پوځي همکاري به نه یوازې سیمه‌ییز ثبات تضمین کړي، بلکې د نړیوال ځواک توازن ته به نوی شکل ورکړي.

د چین د دفاع وزارت ویاند څرګنده کړې، چې دا تمرینونه به یوازې دفاعي بڼه ولري، خو دا څرګنده ده چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د امریکا او متحدانو مقابل کې د نظامي توازن نوې کچه تعریف کړي. هممهاله، مسکو ویلي چې دا اقدامات د نړیوالو قوانینو او ملګرو ملتونو د منشور مطابق دي.

شنونکي باور لري، چې د روسیې او چین ګډ دریځ او پراخېدونکې همکاري ښيي چې نړیوال قطب‌بندي ته داخلېږي، او دا همکاري کولی شي د امریکا د نړیوال برلاسي پر وړاندې لویه ننګونه رامنځته کړي.

 

لینک کوتاه

https://sarie.news/a345s
دکمه بازگشت به بالا