روسیه: د ډرون بریدونو له امله کېيف کې اورلګېدنه او ۸ تنه ټپیان

روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کېيف ښار د بېپیلوټه الوتکې برید کړی، چې په پایله کې یې ۸ تنه ټپیان شوي او په ښار کې د اورلګېدنې پېښه هم رامنځته شوې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د کېيف ښاروال ویتالې کلیچکو ویلي، چې په برید کې یوه څلور پوړیزه ودانۍ سوځېدلې او درې استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.
له برید وروسته په کیف ښار کې د خطر زنګونه وهل شوي او د برېښنا سیستم پرې شوی دی.
په همدې حال کې پولنډ خبر ورکړی، چې د خپل هوايي حریم د خونديتوب لپاره یې جنګي الوتکې هوا ته پورته کړې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a754s