روسیه نړۍ دې له اسلامي امارت سره مثبت تعامل غوره کړي؛ بندیزونه حل نهدي

روسيې له اسلامي امارت سره د نړۍ په مثبت تعامل ټينګار کړی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنې چې د افغانستان پر وړاندې د بنديزونو او ګواښ ژبه ونه کاروي.
په ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي واسيلي نبنزيا افغانستان کې د نړيوالو ځوکونو ماتې او بنديزيونو ته په اشارې ويلي: ” افغانستان نه پاشل شوی او نه هم له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ شوی.”
د هغه په وینا، اسلامي امارت د کورنیو ستونزو د هوارولو او سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره خپلواکې هڅې پیل کړې، خو دا هڅې پرته له نړيوالو هڅو له ستونزو سره مخ کېدای شي.
روسي استازي زیاته کړې چې د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا او نړیوالې ډګر ته د بېرته ورګرځېدو اصلي مسیر د سیمهییز او نړیوال تعامل او ګډو همکاریو له لارې ممکن دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/W759e

