روسیې خبرداری ورکړ: پر اوکراین بریدونه به دوام ولري، بله لار نه شته

روسیې پر اوکراین د خپلو بریدونو د دوام په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار شوی چې مسکو له بریدونو پرته بله لار نه لري.

د کرېملین ویاند «دیمیتري پیسکوف» په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ولادیمیر پوتین له لوري به د ټاکل‌شویو اهدافو د تعقیب لپاره پر اوکراین خپل بریدونه دومدار ساتي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په وروستیو کې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

لینک کوتاخ

https://sarie.news/b5963a
دکمه بازگشت به بالا