روسیې: کونړ ته د زلزلهځپلو د مرستې ۲۰ ټنه خیمې او کمپلې واستولې

د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په لارښوونه، دې هېواد په کونړ کې له زلزلهځپلو سره د مرستې په موخه ۲۰ ټنه خيمې او کمپلې افغانستان ته رالېږلې دي.
ټاس خبرې اژانس وايي، د روسيې هېواد د بشري مرستو دا دويمه جوپه ده چې کابل ته رارسېږي.
د يادونې وړ ده، چې د دې هېواد د بېړنيو مرستو لومړۍ جوپه چې اړين توکي پکې شامل و، د سپټمبر په پنځمه رالېږلې وه.