روس او ایران د اټومي پروګرام او جنيوا مذاکراتو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې

د راپورونو له مخې، د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو، سرګي لاوروف او سید عباس عراقچي، ټیلېفوني خبرې کړي، چې په کې د ایران د اټومي پروګرام وضعیت او په جنيوا کې د تهران او واشنګتن ترمنځ د غیرمستقیمو مذاکراتو پایلې څېړل شوې.
ټاس خبري اژانس په راپور کې ویلي، چې دواړو لورو د دوه اړخیزو مهمو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبر کې څرګنده کړې: «وزیرانو په جنيوا کې د امریکا او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو مذاکراتو د پایلو په نظر کې نیولو سره، د ایران د اټومي فعالیتونو اړوند د روانو بدلونونو په اړه خپل نظرونه تبادله کړل. روسی لوري یو ځل بیا د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ څرګند کړ، څو سیاسي او ډیپلوماتیکو عادلانه حللارو ته لار هواره شي، د ایران مشروع حقونو د درناوي او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون اصولو په چوکاټ کې.»
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو دغه ټیلېفوني خبرې تائید کړې او ویلي یې دي، چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ د سیمهییزو او نړیوالو بدلونونو په اړه هم مفصلې خبرې کړي دي.
یاده دې وي، چې د عمان په منځګړیتوب د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو د تېرو اونۍ د پنجشنبې په شپه په جنيوا کې ترسره شوی و. سيد عباس عراقچي د دغو خبرو له پای وروسته ویلي و، چې تهران او واشنګتن د اټومي مذاکراتو په دویم پړاو کې د «اصلي لارښود اصولو» پر سر ګډ تفاهم ته رسېدلي، خو ټینګار یې کړی، چې وروستۍ پایلې ته رسېدل لا هم زیاتو هڅو ته اړتیا لري.
دا ټیلېفوني خبرې د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه د نړیوالو هڅو د دوام او د سیمهییز ثبات د ټینګښت په برخه کې د روسیې او ایران د ګډو هڅو مهم ګام ګڼل کېږي.

