روغتیا د سیاست نه پورته: د افغان ولس لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ملاتړ

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر العیاش سره په کتنه کې د روغتيايي برخې د اړيکو پر پياوړتيا، د ملک سلمان د بشري مرستو او همکارۍ مرکز له لوري د افغانستان د روغتيايي سکټور ملاتړ او راتلونکو پروګرامونو په تړاو خبرې کړې دي.
ياد وزارت وايي، مولوي نور جلال جلالي په اسلامي نړۍ کې د اسلامي همکاریو سازمان رول ارزښتناک بللی او څرګنده کړې يې ده، چې دغه سازمان باید د افغان ولس د روغتیا اړتیاوې له نړۍ سره شريکې کړي.
د عامې روغتيا وزير روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د خلکو حق بللی او ټینګار یې کړی، چې روغتیايي برخه باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4910a