روغتیا نړیوال سازمان: کانګو کې د ایبولا ویروس لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي

روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په افریقایي هېواد کانګو جمهوریت کې د «ایبولا» په نوم د یوه نوي ویروس د خپرېدو له کبله د روغتیایي پاملرنې د څلور کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي.
دغه سازمان ویلي، چې د دې هېواد په سویلي ولایتونو کې د دغې ناروغۍ لږ تر لږه ۲۸ نورې مشکوکې پېښې هم ثبت شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې په کانګو کې د دې ویروس د خپرېدو کچه لوړه، په سیمه کې منځنۍ او په نړیواله سطحه ټیټه ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5262a