روېټرز د ټرمپ ادارې د وینزویلا ساحل ته نږدې د تېلو یوه لېږدونکې بېړۍ نیولې

روېټرز د دوو امريکايي چارواکو په حواله ويلي چې د دې هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د وینزویلا ساحل ته نږدې د تېلو یوه لېږدونکې بېړۍ نیولې ده.
د چارواکو په وینا، دا اقدام په داسې مهال شوی چې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور د پام وړ زیات شوی دی.
راپورونه څرګندوي چې امریکا دې سیمې ته يوه جنګي بېړۍ (ایرکرافټ کېریر)، جنګي الوتکې او لسګونه زره پوځیان استولي دي.
د واشنګټن دا اقدام د وینزویلا د روانو کړکېچونو او د امریکا د فشار سیاست یوه بله برخه بلل کېږي، خو تر دې دمه د امریکا حکومت په رسمي ډول د نیول شوې کښتۍ په اړه جزييات نه دي شریک کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w757e

