رټکلېف د واشنګټن بريدګر افغان له سي‌اې‌اې سره د پخوانۍ همکارۍ سابقه لرله

د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) رییس جان رټکلېف فاکس‌نيوز ته ويلي، واشنګټن کې پر ملي ګارډ برید کوونکی په افغانستان کې د امریکا د دولتي ادارو همکار پاتې شوی دی. هغه وایي، په دغو ادارو کې سي‌ای‌اې هم شامله ده چې یاد بریدګر ورسره دنده کړې.

نوموړي وويل: «د بايډن د حکومت له لوري د افغانستان له فاجعې ډکې وتنې وروسته، د بايډن ادارې د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې دغه کس د هغه د پخواني همکار د اجازې پر بنسټ انتفال کړی دی. دغه کس د کندهار په يوه همکاره ځواک کې د امريکا له حکومت او په ځانګړي ډول د مرکزي استخباراتو ادارې سره کار کړی و؛ خو دغه همکاري له تخلیې وروسته پای ته ورسېده».

د سي‌ای‌اې ریيس زياته کړه: «دغه کس او ډېر نور ورته کسان هېڅ‌کله بايد دغه هېواد ته د راتګ اجازه نه وای موندلې. زموږ وګړو او ځواکونو کې د دې وړتيا شته، چې له دې څخه ډېر ښه چلند ورسره وشي؛ نه دا چې د بايډن د ادارې د ناکاميو دوامداره پايلې وزغمي».

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې د واشنګټن په وروستۍ پېښه کې یو افغان کډوال د ملي ګارډ دوه سرتېري وژلي دي. هغه امر کړی، چې تر ۲۰۲۱کال وروسته دغه هېواد ته د ټولو ورغلیو افغانانو دوسیې له سره وڅېړل شي او په سملاسي توګه د افغانانو د کډوالۍ ټولې پروسې هم تر نامعلومې نېټې بندې شوې.

بریدګر رحمان‌الله لکڼوال نومېږي، چې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې یې د امریکا له استخباراتو سره اوږه په اوږده دنده کوله.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f800h
دکمه بازگشت به بالا