ریچارډ بنټ د پاکستان بریدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، د پاکستان پوځي رژیم له لوري د ملکي وګړو، په ځانګړې توګه افغان ماشومانو، پر مرګژوبلې ژوره خواشیني څرګندوي او ټینګار کوي چې د ملکي وګړو خوندیتوب باید لومړیتوب ولري. نوموړي همداراز د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو د رعایت پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هر ډول پوځي اقدام پر مهال د ملکي وګړو ساتنه یو اساسي مکلفیت ګڼل کېږي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې دوه ورځې وړاندې پر ننګرهار د پاکستان له لوري په ترسره شوي هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۱۷ غړي ووژل شول چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو. د پېښې راپورونو د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښنې ډېرې کړې او د بشري حقونو د خوندیتوب موضوع یې بیا د بحث مرکز ګرځولې ده.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اړوند بنسټونه له اوږدې مودې راهیسې د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د خوندیتوب پر اصل ټینګار کوي او دا ډول پېښې د نړیوالو بشري اصولو خلاف ګڼي. د څارونکو په باور، وروستي بریدونه نه یوازې بشري اندېښنې زیاتوي، بلکې په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو او د خلکو د امنیت د خرابېدو خطر هم ورسره لوړېږي.

