زابل: د کډوالو ښارګوټي چارې پیل شوې، ۴۳۳۰ جریبه ځمکه ټاکل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولین وایي، په زابل کې د کډوالو لپاره د ښارګوټي خط اچونې چارې پیل شوې دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا چارې د زابل د کور او ښار جوړولو ریاست او د دغه ولایت اړوند نورو رییسانو، مسوولینو، تخنیکي ټیمونو، سیمهییزو مشرانو او د کډوالو د استازو په ګډون پیل شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا ښارګوټی په ۴ زره ۳۳۰ جریبه دولتي ځمکه جوړېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5424a