زاخیلوال: د پاکستان هوایي بریدونه بېباوري او تاوتریخوالی زیات کړي

په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمر زاخیلوال ویلي، د پاکستان وروستي هوایي بریدونه نه یوازې د امنیت په ښه والي کې مرسته نه کوي، بلکې د دوه اړخیزې بېباورۍ فضا یې نوره هم ترینګلې کړې او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.
عمر زاخیلوال په ایکس لیکلي، د ننګرهار د خوګیاڼو، غني خیلو او بهسودو او د پکتیکا د ارګون او برمل ولسوالیو پر عامو خلکو د پاکستان وروستي هوایي بریدونو له کبله ماشومان، تورسرو او ګڼ شمېر عام ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي، او دا عمل د افغانستان د ملي حاکمیت، نړیوالو قوانینو او د ګاونډیتوب اصولو ښکاره سرغړونه ده.
زاخیلوال ټینګار کړی چې دغه ډول بریدونه نه یوازې د امنیت د ښه والي لپاره اغېزناک نه دي، بلکې د دوه اړخیزې بېباورۍ فضا نوره هم ترینګلې کوي او تاوتریخوالی زیاتوي.
نوموړي ویلي چې د شته ستونزو حل یوازې د متمدن ګاونډیتوب او نړیوالو قوانینو پر بنسټ ممکن دی.
سفیر زاخیلوال د شهیدانو کورنیو ته د ډاډګیرنې او د ټپیانو د ژر روغتیا هیله هم څرګنده کړې، او ټینګار یې کړی چې سیمې ته د ثبات راوستل د ټولو اړخونو ګډه مسولیت دی.

