زاهد له ایران سره د خوړو او درملو د همکارۍ د پراختیا خبرې وشوې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی. یاد وزارت وایي، ښاغلي زاهد د سفر پر مهال د ایران د عامې روغتیا وزارت له مرستیال او همداراز د خوړو او درملو سازمان له مشر سره جلا جلا کتنې ترسره کړې دي.
د دغو کتنو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د تخنیکي تجربو شریکول، د پخوانیو هوکړهلیکونو عملي کول، د افغان کارپوهانو د مسلکي ظرفیت لوړونه او همداراز افغانستان ته د خوړو او درملو د وارداتو د اسانتیا پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې شوې دي. د عامې روغتیا وزارت په وینا، دواړو لورو د روغتیا په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او دا لیدنې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیایي اړیکو د پیاوړتیا په لور مهم ګام بللی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w1111e

