زاهد له ایران سره د درملو وارداتو اسانتیاوې او روغتیايي همکارۍ پراخېږي

د اسلامي امارت د خوړو او درملو ادارې مشر حمدالله زاهد ایران ته د خپل رسمي سفر پر مهال له ایراني چارواکو سره په کتنو کې د درملو د وارداتو اسانتیا، د تخنیکي تجربو لېږد او د روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې، حمدالله زاهد په تهران کې د ایران د روغتیا وزارت له مرستیال او د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له مشر سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ د درملو او روغتیايي برخې د همکاریو د پراخولو، د شته هوکړه‌لیکونو د عملي کېدو او د درملو د ثبت او وارداتو د اسانتیا پر عملي لارو چارو مفصل بحث شوی دی.

په دې ناسته کې دواړو لورو د روغتیايي معیارونو د لوړولو، د کیفیت د کنټرول د تجربو شریکولو او د افغان روغتیايي کارپوهانو د ظرفیت لوړونې پر اړتیا ټینګار کړی او دا یې د دوامدارو همکاریو مهم بنسټ بللی دی.

دغه خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان دا مهال د درملو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دی او له پاکستان څخه د درملو واردات د لارو د تړل کېدو له امله تر ډېره درېدلي دي. د راپورونو پر بنسټ، ایران د سیمې له سترو درمل جوړوونکو هېوادونو څخه شمېرل کېږي او کولای شي د افغانستان د درملو د اړتیاوو د پوره کولو او د تخنیکي پوهې د لېږد په برخه کې اغېزناک رول ولوبوي.

بلخوا، له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو له امله په کابل کې د یوه خصوصي شرکت مسوولانو د لېندۍ په ۲۵مه ویلي وو، چې د یوه معتبر هندي شرکت د څانګې له پرانیستلو سره له هند څخه افغانستان ته د درملو واردات په رسمي ډول پیل شوي دي. د یاد شرکت په وینا، په لومړي پړاو کې د ۲۵ قلمه درملو واردات عملي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي هم نوي ډیلي ته رسېدلی دی. هندي چارواکو ویلي، دغه سفر د افغانستان د روغتیايي نظام د ملاتړ په برخه کې د هند دوامداره ژمنتیا څرګندوي او د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پراخېدو لپاره مهم ګڼل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W2022E
دکمه بازگشت به بالا