زرګونه افغانان په پاکستان کې نیول شوي

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو په دوام، تازه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي چې تېره میاشت په پاکستان کې ۷ زره ۱۵ افغانان نیول شوي دي.
د دې ادارې د راپور له مخې چې په دغو افغانانو کې ډېر یې په بلوچستان او اسلاماباد کې نیول شوي دي.
د معلوماتو له مخې چې په بلوچستان کې ۳ زره ۷۱۳ افغانان او په اسلاماباد کې یو زر ۵۲۸ افغانان نیول شوي دي.
د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ویلي چې د دې ترڅنګ پاکستاني حکومت په تېره میاشت کې ۷۷ زره ۳۰۴ افغانان بېرته افغانستان ته رالېږلي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې بلخوا هغه خبرداری هم ورکړی چې اروپایي ټولنه د افغانانو د ایستلو پر طرحې کار پیل کړی دی.
د یادولو ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ګاونډیو هېوادونو (ایران، پاکستان) په ګډون ډېرو هېوادونو د افغانان جبري ایستل پیل کړي دي او په دې موده کې یې میلیونونه افغانان را ایستلي دي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته سلګونه زره افغانان ګاونډیو هېوادونو او له هغه ځایه د نړۍ نورو هېوادونو ته لاړل.

