زلمي خلیلزاد د پاکستان چارواکي ځان ته ژوره کنده كيندي

د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستيو تاوتريخوالو په تړاو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې د پاکستان حاکم بنسټونه د ستونزو د حل لپاره د ډيپلوماتيکو لارو پر ځای ځان ته «ژوره کنده» کيندي.

خليل‌زاد د پاکستان دا کړنې د «افسوس» وړ بللې او ټینګار يې کړی، چې اسلام‌اباد بايد د تاوتريخوالي او پوځي اقدام پر ځای د سولې، خبرو او هوکړې لارې خپلې کړي.

د ويلو ده، چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي نښتو او متقابلو څرګندونو له امله اړيکې ترينګلې شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6534a
دکمه بازگشت به بالا