زلمی خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د روژې په میاشت کې لوی ظلم دی

زلمی خلیلزاد، چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی پاتې شوی، ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان او نړۍواله ټولنه باید پر افغانستان د پاکستان د پوځ له لوري ترسره شوي بریدونه په کلکه وغندي. نوموړي دا څرګندونې پر خپله اېکس پاڼه خپرې کړې او د ملکي تلفاتو په اړه یې د ملګري ملتونه معلوماتو ته په اشارې لیکلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
هغه ټینګار کړی چې په روژه میاشت کې پر ملکي وګړو بریدونه د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او دا ډول اقدامات د “لوی ظلم” څرګندونه کوي. خلیلزاد زیاته کړې چې نړیوال بنسټونه او اسلامي هېوادونه باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پام وکړي او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره عملي دریځ خپل کړي.
د نوموړي په خبره، د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی او هر هغه اقدام چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي، باید وغندل شي او د مخنیوي لپاره یې اغېزمن ګامونه واخیستل شي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د پولې دواړو غاړو کې امنیتي وضعیت د اندېښنو سبب شوی او د سیمې د حالاتو په اړه د نړیوالو غبرګونونو غوښتنې زیاتې شوې دي.

