زلنسکي: د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو خبرې باید ژر مطرح شي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي له خپلو متحدینو غوښتي، چې د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو خبرې باید ژر تر ژره د مشرانو په کچه مطرح شي.
بل لور ته د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو ژمنه کړې، چې د اوربند په صورت کې به د اوکراین سرتېري د خپلې خاورې دننه وروزي.
د رویټرز د راپور له مخې، اوکراین دا مهال د ډيپلوماټيکو هڅو په بهیر بوخت دی، څو له روسیې سره جګړه چې څلورم کال ته رسېدلې، پای ته ورسوي او له خپلو شریکانو داسې مهمې ژمنې ترلاسه کړي چې د راتلونکو هر ډول بریدونو مخه پرې ونیول شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5057a