زلنسکي د جګړې د ختمېدو لپاره له اروپا سره دوه غونډې کوو

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، کیف به دغه اونۍ د روسیې د جګړې ” د چټکې پای ته رسونې ” په هدف له اروپایي متحدانو سره دوه غونډې ولري.

لومړنۍ غونډه د فرانسې، جرمني او بریتانیا په ګډون د اروپایي هېوادونو د لوی درستیزانو ده چې نن دوشنبه ( د جدي ۱۵مه) د اوکراین په کوربه توب ترسره کیږي.

دویمه غونډه سبا سه شنبه د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون په کوربتوب جوړیږي چې د مکرون په ټکو اروپایي مشران به د اوکراین د امنیت لپاره ” پخې ” ژمنې په کې وکړي.

زلنسکي تر دواړو غونډو مخکې ویلي، هېواد یې هر ډول احتمالاتو ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز د کیف د ښاروال ویتالي کلیچکو په حواله ویلي چې تیره شپه هم روسیې پر کیف هوایي بریدونه کړي.

د دغو بریدونو د احتمالي زیانونو راپور لا تراوسه نه دی ورکړل شوی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W3343E
دکمه بازگشت به بالا