زیلینسکي د پوتین د سولې وړاندیز رد کړ: د روسیې پر ځای یې د کییف د سفر بلنه ورکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د خپل روس سیال ولادیمیر پوتین هغه وړاندیز رد کړی چې نوموړی یې د سولې د خبرو لپاره مسکو ته بللی دی.
د سريع خبري اژانس د راپور له مخې زیلینسکي په ځواب کې د خبرواترو لپاره پوتین ته د کییف د سفر بلنه ورکړې ده.
زیلینسکي پرون- شنبې (د سپټمبر ۶مه) له اې بي سي خبر شبکې سره په خبرو کې وویل“ پوتین کولای شي کییف ته راشي خو زه نه شم کولای په داسې حال کې چې پر هېواد مې هره ورځ توغندي اوري او حملې کېږي مسکو ته ولاړ شم. زه نه شم کولای د دې تروریست پلازمېنې ته سفر وکړم. “
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه چې د پوتین وړاندیز یوازې د دې لپاره دی چې دا لیدنه وځنډېږي. د هغه په وینا پوتین له متحدوایالتونو سره لوبې کوي.
ولسمشر پوتین له دې مخکې له خپل اوکرایني سیال سره لیدنه کم اهمیته ښودلې وه خو هغه په عین حال کې ویلي و، چې چمتو دی له هغه سره د روسیې په خاوره کې وګوري.
پوتین د جمعې په ورځ په بندري ښار ولادي واستوک کې یوې اقتصادي غونډې ته د وینا پرمهال وویل، د دوی د لیدنې لپاره تر ټولو غوره ځای د روسیې پلازمېنه مسکو یا د ده په وینا اتل ښار دی.
دا په داسې حال کې ده چې روسیه لاهم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله پر کییف حملو ته دوام ورکوي. اوکرایني چارواکي ویلي چې د دې هېواد د هوايي مدافعې سیسټم پرون- شنبې فعال شو او د کییف په آسمان کې یې د روسیې ګڼې بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې.
همداراز په خرسون، دنیپرو پیټروفسک او زاپوریژیا سیمو کې هم د بې پیلوټه الوتکو د حملو په اړه د خبرداري الارمونه وغږول شول.
اوکرایني چارواکو د دونېڅک سیمې په ستراتیژیک ښار پوکروفسک کې چې له ډېرې مودې راهیسې جګړه پکې روانه ده هم د روسي ځواکونو په تکتیکونو کې د بدلون خبر ورکړی دی او دا په داسې حال کې ده چې پوتین د کییف لویدیځو متحدانو ته ویلي، روسیه به هر هغه ځواک په نښه کړي چې له جګړې وروسته د تضمین کوونکي ځواک په توګه د سیال اوکراین د پیاوړتیا په هدف سیمې ته واستول شي.