زیمبابوې افغانستان نن له کوربه لوبډلې سره درېیمه شل اووریزه لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن (د نوامبر ۲مه) په دریمه شل اووریزه لوبه کې سره مخامخ شي.
دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴ بجو د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده.
نننۍ لوبه به د دریو شل اووریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالي وي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه مخکینۍ سیالۍ دواړه افغانستان ګټلې دي.
افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۹مه د ۵۳ منډو په توپیر او دوهمه لوبه د اکتوبر په ۳۱مه د اوو منډو په توپیر له کوربه زیمبابوې څخه وګټله.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6895a

