زېلینسکي ټرمپ ته خبرداری ورکړ: د پوتین پرته پرېکړه مړه پرېکړه ده

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي نن له اروپايي مشرانو او د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خبرې کوي.
دا ټیلیفوني خبرې د جمعې پر ورځ په الاسکا کې د ډونلډ ټرمپ او ولادیمر پوتین له خبرو مخکې کېږي، چې د سپینې ماڼۍ په وینا یوازې د دواړو ولسمشرانو تر منځ لیدنه به وي.
سپینې ماڼۍ د دې غونډې په هکله ویلي، چې د الاسکا خبرې به د ټرمپ لپاره “د اوریدلو تمرین” وي او زیاته کړې یې ده، چې په یوه خونه کې د ټرمپ او پوتین کېناستل به د متحده ایالاتو ولسمشر ته “د دې جګړې پای ته رسولو لپاره غوره اشاره” ورکړي.
ولودیمر زېلینسکي مخکې ویلي و، چې د کیېف له ښکېلتیا پرته هر ډول پرېکړه به “مړې پرېکړې” وي.
تمه کېږي چې کله ټرمپ نن له زېلینسکي او د هغه له اروپایي متحدینو سره خبرې کوي، دوی به هڅه وکړي چې هغه قانع کړي چې د پوتین لخوا نه متاثر کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a484s
دکمه بازگشت به بالا