زېلېنسکي: اوکرايين به د خپلواکۍ او عادلانه سولې لپاره مبارزه روانه ساتي

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي ويلي چې د ازادۍ ترلاسه کولو پورې به خپله مبارزه جاري وساتي.
نوموړي دغه څرګندونې د خپل هېواد د خپلواکۍ په ورځ په يوه رسمي وينا کې وکړې. ښاغلي زېلينسکي وويل، “موږ یوه عادلانه سوله غواړو، داسې سوله چې موږ وکولی شو خپل راتلونکې په خپله وټاکو”.
نوموړي زياته کړه، “اوکرايين قرباني هېواد نه دی بلکې يو مبارز دی. اوکرايين تراوسه بريالی شوی نه دی خو مات شوی هم نه دی.”
ښاغلي زېلينسکي دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د روسیې حکومت وايي، اوکرايين د دغه هېواد د انرژۍ او برېښنا پر تاسيساتو بريدونه کړي دي. اوکرايين د روسيې ادعاوې رد کړې او وايي ګومان کېږي چې د ډرون د ويشتلو له کبله اور لګېدلی وي.
بل پلو د روسيې او اوکرايين تر منځ د بنديانو تبادله هم شوې ده. د راپورونو له مخې د دواړو لوريو تر منځ ۱۴۶ تنه پوځيان تبادله شوې دي.
د اوکرايین د خپلواکۍ د ورځې لمانځغونډه په پلازمېنه کيېف کې ترسره شوه. اوکرايين د اګست ۲۴ له شوروي اتحاد د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځي.