سالنګ د سخت توپان او واورې له امله لویه لاره تر ناڅرګند وخت پورې تړل شوې

د پروان مسوولین وایي چې د سالنګونو لویه لاره د سخت توپان او پرله‌پسې واورې وریدو له امله د هر ډول ترافیک پر مخ تر ناڅرګند وخت پورې تړل شوې ده.

د پروان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (سه‌شنبه، مرغومې ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې له هېوادوالو غوښتي چې تر بلې رسمي خبرتیا پورې له دې لارې د سفر هڅه ونه کړي، څو د ناورین او ستونزو مخه ونیول شي.

بلخوا په ټولنیزو پاڼو له یو شمېر ویډیوګانو ښکاري چې دا مهال په سالنګ کې سخت واورین ورښت پیل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نن او سبا د هېواد په ډېرو ولایتونو کې سخت واورین او باراني ورښت پيل شوی دی.

په ورته مهال یو شمېر هېودوال او کروندګرو د سږنۍ لومړۍ واورې ته خوښ دي او د یو اباد کال هیله لري.

د یادولو چې له تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان سخته وچکالي تجربه کوي چې له امله یې د تر ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې او همداراز د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی سخت شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W3050E
دکمه بازگشت به بالا