سالنګ لویه لار د سختو واورو او خرابې هوا له امله لا هم تړلې ده

د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار لا هم د واورې ډېر ضخامت، تېزو بادونو او نامناسبې هوا له امله نه ده پرانیستل شوې او د پاکولو عملیات یې جریان لري.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف صمیم نن (یک‌شنبه) پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي چې د سالنګونو لویه لاره د تېرو څو ورځو په اوږدو کې د ډېرې واورې ورېدو، توپانونو او د لید ساحې محدودیت له امله په موقت ډول د ټولو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د سالنګونو د څارنې او ساتنې ریاست له دوو ورځو راهیسې د دې لویې لارې په بېلابېلو برخو کې د واورې پاکولو عملیات پیل کړي؛ خو د واورې د ډېر ضخامت، تېزو بادونو او نامناسبې هوا له امله لا هم پرانیستل شوې نه ده.

سرچینې له ټولو هېوادوالو او موټرچلوونکو غوښتنه کړې، څو چې د وزارت رسمي خبرتیا خپره شوې نه وي او د لارې د وضعیت او خوندیتوب په اړه ډاډ نه وي ورکړل شوی، پر یاده لار دې له سفر کولو ډډه وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/W206W
دکمه بازگشت به بالا