سالنګ ټولګټو وزیر د رغنیزو چارو ژر بشپړېدو امر کړی.

د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د سالنګونو لویې لارې له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې پرمهال سپارښتنه کړې چې د سږ کال لپاره پلانشوي رغنیز کارونه دې د ژمي تر رارسېدو مخکې بشپړ شي.
د دغه وزارت ویاند، محمداشرف حقشناس د اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ټولګټو وزیر پرون (جمعه، لړم ۳۰مه) شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ د کانګریټي او دوشي – خنجان اسفالټي برخې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې ده.
سرچینې لیکلي چې بلخوا د یادې لارې د قراردادي شرکتونو مسوولینو او تطبیقکوونکو ټیمونو ډاډ څرګند کړی چې روانې رغنیزې چارې به په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/f703h

