سراتوف د ډرون برید ۲ وژلي، روسیه وايي ۴۱ یې شنډ کړي

د روسیې د سراتوف ښار باندې د اوکریان د بې‌پېلوټه الوتکې د ډرون برید کې دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. د دغه ښار والي رومان بوسارګین ویلي، برید پر یوې استوګنیزې ودانۍ شوی دی.

سراتوف ښار د ولګا سیند پر غاړه پروت دی او د اوکراین له پولې څخه شاوخوا ۶۲۵ کیلومتره فاصله لري. په تېرو څو کلونو کې دغه ښار څو ځله د ډرون بریدونو هدف ګرځېدلی، چې موخه یې محلي تیلو فابریکې او لویې پوځي اډې وې.

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې تیره شپه یې د اوکراین ۴۱ ډرونونه له منځته وړي چې ۲۸ یې د سراتوف سیمې په هوا کې وو.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w897e
دکمه بازگشت به بالا