سروبي د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمريزې برېښنا ستره پروژه پرانيستل شوه

د کابل ولايت سروبي ولسوالۍ نغلو سيمه کې نن د هېواد په کچه د لمريزې برېښنا تر ټولو لويه پروژه رسمي ډول ګټې اخيستنې ته سپارل کېږي.
د مسوولينو په وينا، دغه پروژه د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد وړتيا لري او په فعالېدو سره به له ۲۳ زرو زياتو کورنيو ته دايمي برېښنا برابره کړي.
چارواکي وايي، يادې پروژې د برېښنا کمښت راکمولو، د پاکې او دوامدارې انرژۍ پراختيا او د هېواد د انرژۍ ځانبسياینې بهير پياوړی کوي.
د هغوی په خبره، د لمريزې برېښنا دا ستره پروژه به د وارداتي برېښنا پر کچې د اتکا کمېدو ترڅنګ د چاپېريال ساتنې او اقتصادي ثبات په برخه کې هم اغېزمن رول ولوبوي.
مسوولينو ټينګار کړی، چې د ورته بنسټيزو پروژو پلي کول د انرژۍ سکټور د ودې، د خلکو د ژوند د اسانتيا او د دوامدار پرمختګ لپاره يو مهم ګام بلل کېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/w3388e

