سرپل د قشقري ۱۸ زره ټنه تېل په ۱۰.۵ میلیونو ډالرو وپلورل شول

په سرپل کې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د قشقري سیمې له تېلو څخه استخراج شوې ۱۸ زره ټنه اندازه تېل د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۶مه د شفافې داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مقدار تېل نږدې لس اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت پلورل شوي او د هېواد د عایداتو د پیاوړتیا لپاره یو مهم اقتصادي ګام بلل کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د خپل رسمي راپور په ترڅ کې څرګنده کړې چې یاد ۱۸ زره ټنه تېل یوې کورنۍ کمپنۍ ته سپارل شوي او د داوطلبۍ پروسه د بشپړې روڼتیا او قانوني کړنلارې پر اساس ترسره شوې ده. سرچینه زیاتوي چې د داخلی تولیداتو په لوړېدو سره د هېواد د انرژۍ سکتور ورځ تر بلې غښتلی کېږي.

یاد وزارت د لیندۍ په اوومه هم د «انګوت» سیمې د تېلو د یوه بل پړاو د پلور اعلان کړی و، چې له مخې یې ۱۰ زره ټنه خام تېل د څلورو اعشاریه پنځو میلیونه ډالرو په ارزښت پلورل شوي. دغه سیمه د آمو سیند د حوزې برخه ده او همدا سیمه د افغانستان د طبیعي زېرمو له خورا شتمنو برخو څخه شمېرل کېږي.

د نړیوالو بنسټونو د ارزونو له مخې، د آمو سیند په حوزه کې نږدې ۹۶۲ میلیونه بېرله خام تېل او شاوخوا ۵۲ ټرېلیونه فټه مکعب طبیعي ګاز د استخراج وړ زېرمې موجودې دي، چې د هېواد اقتصادي ثبات او انرژۍ ځان‌بساینې لپاره ستر اهمیت لري.

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت ټینګار کوي چې د طبیعي زېرمو د مدیریت او استخراج پروسه په بشپړ ډول د ملي ګټو، اقتصادي پراختیا او د هېواد د انرژۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه پرمخ وړل کېږي او د دې ټولو چارو هدف دا دی چې افغانستان د داخلي تولید او انرژۍ په برخه کې لا ډېر پرمختګ وکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w558e
دکمه بازگشت به بالا