سرچینې: په ننګرهار کې افغان ځواکونو پاکستاني جیټ الوتکه ویشتلې

امنیتي سرچینې وايي، چې په ننګرهار ولایت کې افغان ځواکونو د پاکستان یوه جیټ الوتکه ویشتلې ده.
د سرچینو په وینا، پېښه د نن ورځې په جریان کې شوې او الوتکه له ویشتل کېدو وروسته نسکوره شوې ده. همداراز ویل کېږي چې د یادې الوتکې پیلوټ ژوندی نیول شوی دی.
تر اوسه د پېښې دقیق ځای، د عملیاتو څرنګوالی او د پیلوټ هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. په دې تړاو د پاکستاني لوري له خوا هم رسمي غبرګون نه دی وړاندې شوی.
چارواکي وايي، موضوع تر ارزونې لاندې ده او د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کېدو په صورت کې به جزییات له رسنیو سره شریک شي.

