سعودي عربستان په مکله بندر کې د وسلو پر یوه هدف محدود هوايي برید شوی

سعودي عربستان نن سهار د يمن پر «مکله بندر» هوايي بريد کړی دی.
د اسوشیټېډ پرېس خبرې اژانس ويلي، چې دا بريد يې په یاد بندر کې د سویلي انتقالي شورا ځواکونو لپاره د وسلو پر يوې جوپې کړی دی.

د سعودي په خبرپاڼه کې راغلي: “دوه بېړۍ د فجیره بندر له لارې مکله ته داخلې شوې وې او وسلې او زغره‌وال موټرونه یې تخلیه کړي وو، چې د هوایي ائتلاف له لوري په «محدود او کنټرول شوي عملیاتو» کې په نښه شول.”

راپور زیاتوي، چې تر اوسه د متحده عربي امارات له لوري د دې برید په اړه غبرګون نه دی ښودل شوی او د زيانونو په تړاو هم تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

مکله د یمن د حضرموت ولایت اړوند بندر دی، چې په وروستیو کې د سویلي انتقالي شورا تر ولکې لاندې راغلی او دا برید د سیمې د سیاسي او پوځي کړکېچ د لا زیاتېدو نښه بلل کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w3026e
دکمه بازگشت به بالا