سمنګان د ډبرو سکرو دوه کان‌کیندونکي مړه شوي

د سمنګان «دره‌صوف» ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان‌نړېدو په پېښه کې د دایکندي ولایت دوه اوسېدونکي مړه شوي دي.

د دایکندي ولایت پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې یاد کسان د دایکند مرکز اړوند «دشت» او «خوالک» سیمو اوسېدونکو وو او د کار په موخه سمنګان ولایت ته تللي وو.

سرچینې لیکلي چې دغو کارګرانو د ډبرو سکرو د کان‌کیندنې پرمهال ژوند بایللی دی.

د دایکندي ولایت پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې همداراز لیکلي چې دوې ورځې مخکې هم د یاد ولایت دوه اوسېدونکي په ورته پېښه کې مړه او ټپيان شوي وو.

له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د کانونو نړېدو پېښې زیاتې شوې چې ستر لامل یې د کانونو غیرمعیاري ایستل ښودل شوي دي.

افغانستان د ډبرو سکرو کانونه او ډبرې طبیعي زېرمې لري، او اسلامي امارت یې د استخراج چارې ګړندۍ کړې دي.

د ویلو ده چې د کانونو د نړېدو پېښې پر افغانستان سربېره په ګاونډیو او د سیمې ځینو هېوادونو کې هم زیاتې کېږي او هر کال زرګونه کسان د دغو پېښو له امله ژوند بایلي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/h113h
دکمه بازگشت به بالا