سهیل اپریدي په تیرا کې د ملکي وژنې بې‌کفایتي بللې

د سهیل اپریدي په مشرۍ د خیبرپښتونخوا صوبايي حکومت د تیرا دره په وروستۍ خونړۍ پېښه کې د څلورو ملکي وګړو وژل کېدل او د پنځو نورو ټپي کېدل په کلکه غندلي او ویلي یې دي، چې په خېبر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا رامنځته شوي ملکي تلفات د بې‌کفایتۍ او ناتوانۍ څرګنده پایله ده.
نوموړي د پېښې په تړاو په خپل بیان کې ویلي، چې یو ځل بیا په تيرا سیمه کې بې‌ګناه خلک د امنیتي ځواکونو له‌خوا په نښه شوي، چې له امله یې څلور ملکي وګړي ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي. هغه ټینګار کړی، چې د سیمې اوسېدونکي باید د امنیتي تدابیرو تر نامه لاندې د زیانونو ښکار نه شي او اړوندې ادارې مکلفې دي، څو د خلکو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي.
اعلی وزیر زیاته کړې، چې صوبايي حکومت د قربانیانو له کورنیو سره ولاړ دی، د هغوی په غم کې ځان شریک بولي او د هر ډول ممکنه مرستې ډاډ ورکوي. په همدې حال کې پاکستان تحریک انصاف ګوند هم دغه پېښه خواشینوونکې بللې او د شفافو پلټنو غوښتنه یې کړې ده، څو د پېښې اصلي عوامل روښانه او مسؤل کسان وپېژندل شي.
د معلوماتو له مخې، په یاده سیمه کې د شنبې ناوخته د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرمیو لګېدو له امله مرګ‌ژوبله اوښتې، چې وروسته یې د سیمې د خلکو پراخ غبرګون راوپاروه. د اعتراض کوونکو یوې ډلې د وژل شوي کس مړی د احتجاج په توګه په باړه بازار کې پر سړک ایښی و او له مسؤلو ادارو یې د عدالت غوښتنه کوله.
سیمه‌ییز اوسېدونکي وايي، چې پر ملکي سیمو د درنو وسلو کارول د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي او اړتیا ده، څو امنیتي عملیات د ملکي وګړو د خوندیتوب له اصولو سره سم تنظیم شي. څارونکي باور لري، که د ورته پېښو مخنیوي لپاره واضح تګلاره جوړه نه شي، نو دا ډول پېښې به د خلکو او امنیتي ادارو ترمنځ باور نور هم زیانمن کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/Q756Q
دکمه بازگشت به بالا