سهیل شاهین آی‌اس‌آی غواړي واشنګټن پېښه د اسلامي امارت پورې وتړي

په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست سهیل شاهین له يوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د پاکستان استخباراتي اداره «آی‌اس‌آی» هڅه کوي د واشنګټن وروستۍ پېښه د افغانستان اسلامي امارت سره وتړي، څو افغان حکومت بدنام کړي.

ښاغلي شاهين زیاته کړې چې ممکن ځینې بهرني استخباراتي کړۍ په دې پېښه کې لاس ولري او غواړي افغانان د یو امنیتي ګواښ په توګه معرفی کړي.

په قطر کې افغان سفير ټینګار کړی چې د افغانستان اسلامي امارت دریځ بدلون نه دی کړی او هېڅ لوري ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره په بهر کې د بریدونو لپاره وکاروي.

دا په داسې مهال ده، د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې یو افغان الاصله کس، رحمان‌الله لکڼوال د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې کړې چې يو تن وژل شوی او بل سخت ټپي دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/f843h
دکمه بازگشت به بالا