سوریه: حکومت او کُرد ځواکونه د پراخ اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي

د نړيوالو راپورونو له مخې، سوریې حکومت له «کُرد» ځواکونو سره د پراخ اوربند اعلان کړی دی.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې، چې د ياد هېواد د دفاع وزیر مرحف ابو قصره د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له مشر مظلوم عبدي سره د حلب په شمال کې له وروستیو خونړیو نښتو وروسته کتلي دي.

د راپورونو له مخې، دا لیدنه د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته ترسره شوې او دواړو لوريو د شمال او شمال‌ختیځ سیمو د ټولو جبهاتو او د پوځ د ځای پر ځای کېدو د ساحو د اوربند پر سر هوکړه کړې ده.

د سوریې دفاع وزیر مرحف ابو قصره د سې‌شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له مظلوم عبدي سره د لیدنې پر مهال د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په عملي ګامونو هوکړه شوې ده.

فرانس پرېس د یوې دولتي سرچینې په حواله زياته کړې، چې دا لیدنه د مظلوم عبدي او د سوریې د حکومتي پلاوي د استازي احمد الشرع تر خبرو وروسته شوې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6378a
دکمه بازگشت به بالا